د طالبانو تش په نوم او جنجالي جنرال د دغې ډلې له‌خوا ونیول شو

لخوا Aamaj News

سرچینې آماج‌ ته تاییدوي چې د طالبانو استخبارات د دې ډلې تش په نوم او جنجالي جنرال «جنرال مبین» بې وسلې او نیولی دی. سرچينې زياته کړې، چې جنرال مبين دوه ورځې وړاندې له لوګر څخه کابل ته تر بللو وروسته نيول شوی ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د طالبانو استخبارات د هغه وسلې، د مرمی ضد موټر او ټلېفونونه یې هم ضبط کړی دي.

جنرال مبین څه موده په کابل کې د طالبانو د پولیسو د ویاند په توګه کار کړی او په ټولنیزو شبکو کې د طالبانو له مشهورو او جنجالي څېرو څخه ګڼل کېږي.

هغه په دې وروستیو کې په یو ټویټری «سپیس» کې ویلي وو چې په کابل کې د دې ډلې د امنیه قوماندانۍ د ویاند په توګه په کار کولو پښیمانه دی.

نوموړی زیاته کړی وو چې هغه د «ملاکراسی» خلاف دی او دولت کې مسلکي کسانو ته باید ونډه ورکړل شي.

اړوند لیکنې

2 تبصرې

Matias Valenzuela June 6, 2023 - 3:52 pm

Kiralık web sitesi sayesinde reklam ödemeleriniz yarıya düşecek.

ځواب
Instagram Nedir June 6, 2023 - 4:37 pm

“Keşfedilmeyi bekleyen bir dünyanın kapılarını açıyoruz! Haberdijital.net, güncel gelişmeleri, ilgi çekici içerikleri ve sağlık, teknoloji, kripto para gibi konulardaki haberleriyle sizleri bilgilendiriyor.”

ځواب

یو نظر پریږدئ