د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ چې د ښځو د حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اعلامیه کې څرګندې شوې اندېښنې له حقیقت لرې دي.
یاد وزارت نن (جمعه، د غبرګولي ۶مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي: «په داسې حال کې چې د افغانستان د بانکي او مالي سیستم د بیارغونې او له افغانانو سره د بشري مرستو په اړه د امنیت شورا د پرېکړي هرکلی کوو، او هغه د افغانستان له خلکو سره د مرستې په برخه کې یو مهم ګام ګڼو. یو ځل بیا پر متحده ایالاتو غږ کړو، چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ دې له کوم شرط پرته خوشې او هر ډول اقتصادي بندیزونه لرې کړي.»
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې؛ چې د ښځو د حقونو په اړه د امنیت شورا په اعلامیه کې څرګندې شوې اندېښنې له واقعیتونو لرې دي او د دوی حکومت یو ځل بیا د ټولو ښځو، ماشومانو او لږکیو د افغانانو د منل شویو دیني او کلتوري ارزښتونو په چوکاټ کې د بشپړو حقونو د تامین په برخه کې پر خپلې ژمنې ټینګار کوي.
په اعلامیه کې راغلې: «څرنګه چې اکثریت افغانان مسلمانان دي، د افغانستان دولت د اسلامي حجاب اغوستل د افغاني ټولنې له دیني ارزښتونو او کلتور او د ډېری افغان ښځو له هیلو سره سم ګڼي او ټینګار کوي؛ چې هېڅ څه د اسلامي ټولنې د عقیدې مذهب او کلتور په خلاف پر افغانانو نه دي تپل شوي.»
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې؛ چې دوی د تفاهم له لارې د ستونزو پر حل باور لري او په ورته وخت کې د نړۍ له هیوادونو هیله لري چې د افغاني ټولنې د عیني واقعیتونو په سم درک سره او د افغاني ټولنې دیني او کلتوري ارزښتونو ته درناوی وکړي او د ځینو رسنیو د مغرضو او مخربو راپورونه او د طالبانو د مخالفینو د تبلیغاتو پر بنسټ قضاوت ونه کړي.
دا په داسي حال کې ده؛ چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د رواني اونۍ د سه شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې طالبان باید ژر تر ژره له هغو سیاستونو او اقداماتو لاس واخلي، چې د ښځو او نجونو بشري حقونه او بنسټیزې ازادۍ محدودوي.
3 تبصرې
very satisfying in terms of information thank you very much.
I appreciate you sharing this blog post. Thanks Again. Cool. Watch bbc farsi صفحه اول
A number of them are rife with spelling problems and I find it very bothersome to tell the truth on the other hand I will surely come again again.