طالبان: په افغانستان کې د بهرنیو ډلو د فعالیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور بې بنسټه دی

لخوا Aamaj News

د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت افغانستان کې د بهرنیو ډلو د شتون په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څار ډلې وروستی راپور بې بنسټه بللی.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت نن (دوشنبه د غبرګولي ۹مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي؛ چې افغانستان کې بهرنۍ ډلې فعالیت نه لري او د طالبانو له واک ته رسېدو سره د سیمې او نړۍ په وړاندې له ګواښونو مخنیوی شوی.

اعلامیه کې لیکل شوي: «د افغانستان دولت په تېرو نه میاشتو کې تل هڅه کړې، چې د سیمې او نړۍ هېوادونو ترمنځ د باور فضا رامنځته کړي.»

بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې؛ چې حکومت یوځل بیا پر خپلو ژمنو ټینګار کړي او ډاډ ورکوي؛ چې د نورو هېوادونو په وړاندې د افغانستان له خاورې څخه هېڅ چاته د ګټې اخیستلو اجازه نه ورکوي.

په خپره شوې اعلامیه کې راغلي: «مو همداشان د دې غوښتونکي یوچې د نامالونو سرچینو څخه مالومات ترلاسه نه شي او د افغانستان اوسني دولت ته دا حق ورکړل شي چې تر څو د خپل دایمي استازي له لوري امنیت شورا او نورو هېوادونو ته حقیقتونه وړاندې کړي.»

دا په داسې حال کې ده؛ چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه په خپله درېیم نوي راپور کې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې طالبان او القاعده نږدې اړیکې لري.

د ملګرو ملتو امنیت شورا راپور کې راغلي؛ کله چې د اګېسټ په ۳۱ د امریکا متحده ایالاتو وروستي ځواکونه له افغانستان څخه بهر شول، القاعده ډلې د طالبانو بریا نمانځلې ده او دا یې څرګنده کړې چې دواړه ډلې تاریخي اړیکې لري.

راپور زیاتوي؛ چې القاعده افغانستان کې له خپل ۲۰ کلن پرمختګ راضي ده او دا ډله په افغانستان کې د خپل شتون او د خپلو جنګیالیو لپاره د خوندي پټنځایونو رامنځته کولو په لټه کې ده.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ