د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې پر اړتیا ټینګار وکړ

لخوا Aamaj News

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي توماس ویست، چې تاجکستان ته سفر کړی، نن (چهارشنبه، د غبرګولي ۱۱مه) د دې هیواد د بهرنیو چارو له وزیر سره خبري وکړې.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین له توماس ویست سره په لیدنه کې په افغانستان کې له نړیوالې ترهګرۍ سره د مبارزې پر اړتیا ټینګار وکړ.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان-تاجکستان د پولې د امنیت د ټینګښت او د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو د رسولو په برخه کې د همکاریو غوښتنه وکړه.

ویل کيږي چې د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی په تاجکستان کې له یو شمېر افغان سیاستوالو سره هم خبرې وکړي.

د یادونې وړ ده چې ښاغلي ویسټ له څه مودې را په دېخوا د سیمې هېوادونو ته خپل سفرونه پیل کړي دي.

نوموړي تر دې وړاندې په ترکیه کې له یو شمېر افغان سیاستوالو سره هم کتلي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ