د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره: د افغانستان له خاورې د پاکستاني امنیتي ځواکونو په نښه کولو اندېښمن یو

لخوا Aamaj News

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې، حنا رباني کهر د افغانستان لپاره د دغه هېواد له ځانګړي استازي محمد صادق سره په لیدنه کې ویلي چې اسلام اباد په افغانستان او سیمه کې د امنیت د تامین لپاره ژمن دی.

آغلې کهر ویلي، هېواد یې د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی لري او په افغانستان کې سوله ډېره مهمه ګڼي.

په دغه کتنه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې “د افغانستان له خاورې د پاکستاني امنیتي ځواکونو په نښه کولو” په اړه اندېښنه څرګنده کړېده.

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې د امریکا د کانګریس له غړې الهان عمر سره په لیدنه کې ویلي چې اسلام اباد له واشنګټن سره په بېلابېلو برخو کې د خپلو دوو اړخیزو اړیکو لا پیاوړتیا او متقابلو همکاریو ته لیواله دی.

آغلې کهر زیاته کړې چې پاکستان او امریکا د اوږدې مودې نژدې اړیکې لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې له افغانستان سره د دغه هېواد د اړیکو د څرنګوالي په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په دې هېواد کې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو او پاکستاني طالبانو له خوا بریدونه زیات شوي دي.

له بلې خوا په خوست او کونړ ولایتونو د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو او د شاوخوا پنځوسو ملکي وګړو وژل کېدو د افغانانو غوسه راپارولې ده.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ