په هرات کې پر شیعه ګانو خونړی برید؛ ایران له طالبانو غوښتي چې د زیانمنو توکمیزو مذهبي ډلو ساتنه وکړي

لخوا Aamaj News

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په هرات ولایت کې د ملکي وګړو په منځ کې چاودنه غندلې ده. د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده پر طالبانو غږ کړی چې د ټولو افغانانو د امنیت د تامین مسوولیت په غاړه واخلي.

ښاغلي خطیب زاده نن (یکشنبه، وری ۴مه) د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او په افغانستان کې یې د بېلتون غوښتونکو دسیسې خبرداری ورکړ.

په پای کې خطیب زاده ټینګار وکړ: «د ایران اسلامي جمهوریت ډاډمن دی چې د افغانستان مسلمان وروڼه او خویندې به په خواخوږۍ، پیوستون او همکارۍ سره د خپلو دښمنانو د تفرقې دسیسې شنډې کړي.»

د هرات د حوزوي روغتون چارواکي وايي، د جمعې په ورځ (د وری۱۲ مه) د هرات په المهدي جبرئیل ښارګوټي کې د یوې چاودنې له امله څلور ملکي وګړي وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.

د تېر حکومت له ړنګېدو او د طالبانو د حکومت په راتګ سره ځانمرګي او چاودنې زياتې شوې دي. او د شیعه ګانو ډېری غونډې د ترهګریزو بریدونو هدف ګرځېدلې دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ