پکتیکا کې تر وخت تېر طبي توکي وسوځول شو

لخوا Aamaj News

د پکتیکا ولایت عامې روغتیا ریاست له لوري نن یو ټن تر وخت تېر توکي وسوځول شول.


د عامې روغتیا ریاست د روغتیایي قوانینو له تطبیق څخه د څارنې عمومي مدیر محمد ابراهیم امینزوی د یادو توکو د سوځولو پر مهال وویل، دوی هڅه کوي د پکتیکا ولایت مرکز او ولسوالیو له ټولو روغتیایي مرکزونو او درملتونونو څخه به تر وخت تېر توکي راټولوي او د رسنیو په مخکې به یې سوځوي.
امینزوی وایي، د مرکز ښرنې له درملتونونو او روغتیایي مرکزونو څخه یې یو ټن تر وخت تېر طبي توکي راټول کړي ول او نن یې د رسنیو پر وړاندې وسوځول.

د درملتونونو په استازیتوب حاجي غاټول خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې تر وخت تېر توکي له یو پلوه خپل کیفیت له لاسه ورکوي او له بل پلوه د انسان په بدن کې د ناروغي د مخنیوي پر ځای ناروغي نوره هم تقویه کوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ