د طالبانو تر بیرغ لاندې د بیان ازادي؛ د نور تلویزیون سیاسي خپرونو څلوونکی د څو ساعتونو لپاره بندي شو

لخوا Aamaj News

سرچیني آماج ته وایې: چې په کابل کې د نور خصوصي ټلویزیون د سیاسي خپرونو کوربه شمس اماني نن ماښام د طالبانو له خوا ونیول شو او څو ساعته وروسته خوشې شو.

سرچينې زياته کړې، چې د ټلوېزيون د کوربه د نيول کېدو لامل د پوهنتون د استاد سيد باقر محسني په شتون کې او د سياسي دفتر د وياند نعيم وردګ ته غبرګون و، چې د طالبانو د فشار له امله خپره هم نشوه.

مخکې له دې سید باقر محسني کاظمي په خپل فیسبوک کې لیکلي وو”چې فشار او سانسور؛ پرون مې د قطر د سیاسي دفتر له ویاند نعیم وردګ سره د نور تلویزیون په وروستۍ خپرونه کې ګډون وکړ. خو دغه خپرونه د واکمنې ډلې د فشار له امله خپره نه شوه، ځکه د خپرولو په پایلو یې ګواښلي و.”

ښاغلي کاظمي همدا راز زیاته کړه؛ “چې که فشار او سانسور زیات وي او د نیوکې غږ نه وي، یو غږيزه ټولنه به هېڅ ځای ته ونه رسېږي. “

خو دا لومړی ځل نه دی چې رسنۍ او خبریالان د طالبانو له لوري ګواښل کېږي او یا نیول کېږي، له دې وړاندې هم په کابل او نورو ولایتونو کې د خبریالانو د نیولو راپورونه ورکړل شوي دي.

په دې وروستیو کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د طالبانو استخبارات د ازادو رسنیو لپاره یو جدي ګواښ بللی او د افغانستان د خبریالانو انجمن هم په هېواد کې د رسنیو پر ناوړه وضعیت اندېښنه ښودلې ده.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ