د طالبانو تر بیرغ لاندې د بیان آزادي؛ د افغانستان رسنۍ په کوم حالت کې دي؟

لخوا Aamaj News
مروارید یوسفي

په افغانستان کې د “بې پولې خبریالانو” د راپورونو پر بنسټ له څلوېښت ډېرو رسنۍ بندې شوې او ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانې او د رسنیو همکارانې بې دندې شوې.

د بې پولې خبریالانو (RSF) او د افغانستان آزادو ژونالېستانو انجمن (AJIA) د راټولو شویو شمېرو پر بنسټ، افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د هېواد رسنیزه برخه کې جدي بدلونونه رامنځته شوي.

د ۱۴۰۰ کال اسد میاشتې له ۲۴ نېټې څخه په ټوله کې ۲۳۱ رسنۍ تړل شوې او ۶۴۰۰ خبریالانو او د رسنیو همکارانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي. د افغانستان ښځينه خبریالانو تر ټولو ډېر زیان لیدلی او له هر پینځو کسانو، څلور یې بې دندې شوې.

د ښځینه خبریالانو پر کار مستقیم اغېز

د رسنیو د فعالیتونو کمښت او بندیدلو په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو پر کار مستقیم اغېز کړی.
په افغانستان کې د اسد میاشتې له ۲۴ مې نېټې وړاندې د رسنیو له ۱۰۷۹۰ تنه کارکوونکو ۸۲۹۰ کسان نارينه او ۲۴۹۰ کسان ښځینه ” د تحقیقي راپورونو پر جوړولو” د بې پولې خبریالانو له لوري په رسنیو کې دنده ترسره کوله، ۳۹۵۰ نارینه او ۴۱۰ ښځینه چې کولی شو ووایو چې له هر پینځو ښځینه کارکوونکو څاور کسانو “۸۴%” او له هر دوه نارینه کارکوونکو یو کس “۵۱%” خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

د نن ورځې مرکه کې، کابل کې د ښځینه خبریالې انګېزې احمدي کیسې ته کتنه کړو.
انګېزې څه باندې پینځه کاله د افغانستان خصوصي رسنیو کې د خبریالې په توګه دنده ترسره کړه. د نوموړې په باور؛ تېرو شل کالونو کې ښځو او رسنیو خورا ډېرې لاسته راوړنې درلودې او د رسنیو آزادي یې مهمه برخه وه.
انګېزه له هغه ورځو یادونه کړي، چې یوازې د یو راپور جوړولو لپاره به یې لرې پرتو ولایتونو لکه کنړ، هرات، مزارشریف او قندهار ته سفرونه کړل خو اوس حتا له کور څخه د وتلو حق نه لري. انګېزه وایي؛ د اګېسټ له پینځلسمې نېټې وروسته چې کابل د طالبانو په لاس سقوط وکړ، دوه اونۍ وروسته خپلې دندې ته ولاړه، خو کله چې یې پام شو، ګوري چې خبرونه د طالبانو لخوا تصریح کېږي او د دوی پخپله خوښه خپروي، نور یې استعفا ورکړه او ویې نه غوښتل چې دوام ورکړي.
انګېزه زیاتوي: “تاسې (طالبان) نه شی کولی د سم خبر خپرولو مخنیوی وکړی او د بیان آزادي محدوده کړئ.” نوموړي اوسمهال په پټ ډول خپل کور کې نجونو ته د ښوونځي مضمونونه تدریس کوي. د اګېسټ له ۱۵ مې نېټې وروسته ډېری ښځینه خبریالانو افغانستان پرېښود او یو شمېر هم په ځان کې د بدلون راوستلو هڅه وکړه.

افغانستان کې د رسنیو برخې بنسټیز له منځه تګ

د “بې پولې خبریالانو” لخوا د راټولو شویو مالوماتو پر بنسټ، افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، رسنیزه برخه کې بنسټیز بدلونونه راغلي. د ۵۴۳ فعاله رسنیو څخه چې د اسد میاشتې له ۲۴ مې نېټې وړاندې شمېرل شوې، د قوس میاشتې لومړیو کې یوازې ۳۱۲ رسنیو کار کړلو. له دې سره درېیو میاشتو فاصله کې ۴۳ سلنه رسنۍ له کار پاتې شوې دي. په داسې حال کې چې څو میاشتې وړاندې د هېواد ډېری ولایتونو کې لسګونه خصوصي رسنیو شتون درلود، نن سبا ځینې له یادو ولایتونو څخه سیمه ییزې رسنۍ نه لري. پروان کې له هغه لس رسنیو چې فعالیت یې درلود، یوازې درې رسنۍ فعالیت لري.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ