د بشري حقونو سازمان: طالبانو خبریالان ګواښلي او غوښتي یې دي چې د خبر له خپرولو وړاندې باید د دوی له خوا تائید شي

لخوا Aamaj News

د بشري حقونو سازمان وایي چې طالبانو پر رسنیو د سختو مقرراتو له وضع کولو سره؛ خبریالانو ته ګواښ جوړ کړی.

د یاد سازمان د راپور له مخې د طالب پوځیانو او چارواکو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې خبریالانو ته د مرګ ګواښ کړی او له دوی څخه یې غوښتي، چې د خبر له خپرولو وړاندې باید د طالبانو تائیدي واخلي.

د طالبانو لخوا پر رسنیو سخت مقررات د ستونزو لامل شوي او په ځينو ځایونو کې د رسنیو دفترونو ته دننه شوي او له دوی یې غوښتي چې د طالبان او انتحاریانو د کلیمو د نه کارولو غوښتنه یې کړې او پر ځای يې ویلي چې دا رسنۍ باید د امارت اسلامي او شهیدانو له کلیمو کار واخلي.

ځینو خبریالانو ویلي چې نور نه باید د دوی پر ضد راپور خپور کړو.

بل پلو د طالبان امر په مهروف او له منکراتو څخه د نهیې وزارت د یوې اعلاميې په خپرولو سره د تفریحي خپرونو او د هغه سریالونو د نه خپرولو غوښتونکي شوي چې د دوی په وینا د اسلامي ارزښتونو او افغاني ټولنې خلاف وي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ