جرمني په افغانستان کې د رسنیو پر فعالیتونو د محدودیتونو د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده

لخوا Aamaj News

د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي جاسپر ویک په افغانستان کې د رسنیو او ژورنالیزم د وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړه.

هغه همدارنګه د رسنیو پر فعالیتونو د محدودیتونو د پای ته رسولو غوښتنه هم وکړه.

ښاغلي ویک په یوه ټویټ کې د مطبوعاتو ازادي د افغانستان د راتلونکي لپاره مهمه وبلله.

دا په حال کې ده چي افغانستان د رسنیو د ازادۍ په نړیواله درجه بندي کي ۳۴ پلو په را کښته کېدو ۱۵۶م مقام خپل کړ.

د بې پولو خبريالان و مرکزوايي، په افغانستان کې خبريالان او رسنۍ له سختو حالاتو سره مخ دي.

له بلي خوا د بښنې نړیوال سازمان نن د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې په افغانستان کې ازادې رسنۍ د سقوط په حال کې دي.

دا په داسي حال کي ده په افغانستان کي د طالبانو واک ته رسېدو وروسته، پر رسنیو سخت محدودیتونه لګول شوي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ