افغانستان د رسنیو د آزادۍ په نړیواله درجه بندۍ کې د ۳۴ پلو په را ښکته کېدو ۱۵۶ ځای خپل کړ

لخوا Aamaj News

د بې پولو راپور ورکوونکو سازمان وايي، افغانستان د «۲۰۲۲ کال د رسنیو د ازادۍ» په نړیواله درجه بندۍ کې د ۳۴ پلو په را ښکته کېدو ۱۵۶ ځای خپل کړ.

دغه سازمان نن (سه شنبه، غوايي ۱۳مه) په یو ټوېټ کي لیکلي چې په افغانستان کې خبریالان او رسنۍ له سختو حالاتو سره مخ دي. د دې سازمان د درجه بندۍ له مخې تېر کال افغانستان ۱۲۲ مقام درلود.

په دې درجه بندۍ کې ناروې، ډنمارک او سویډن په ترتیب سره لومړی درې هېوادونه دي. درې تر ټولو کښته هیوادونه ایران، اریتریا او شمالي کوریا دي.

بې سرحده راپور ورکوونکي وايي، واک ته د طالبانو راتګ د رسنیو د ازادۍ او د خبریالانو په ځانګړې توګه د ښځو د امنیت د خوندیتوب لپاره جدي پایلې لرلې دي.

بل خوا د بښنې نړیوال سازمان نن د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې په افغانستان کې ازادې رسنۍ د سقوط په حال کې دي.

له بلې خوا د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي موټا نوډسن وويل، هغه خبريالان چې په هېواد کې پاتې شوي او لا هم په ژمنتيا کار کوي، په وېره او ډار کې ژوند کوي. هغه وويل، چې ښځينه خبريالانې تر ټولو دروند بار پر غاړه لري.

هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې ژورنالیزم په یوه ناڅرګند حالت کې دی او ممکن په تیرو دوو لسیزو کې یو له ډیرو ننګونو سره مخ وي.

هغه زیاته کړې: «ازادي رسنیۍ تر برید لاندي راغلي دي. خبري شبکې بندې شوې. خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي. ډېرو هېواد پرېښود، خو ډېر کسان چې په هېواد کې پاتې دي، له تورې راتلونکې سره مخ دي.»

دا په داسي حال کې ده طالبانو په افغانستان کې د واک تر لاسه کولو وروسته پر رسنیو سخت بندیزونه لګولي دي. طالبانو په وار وار خبریالان بندیان کړي او ګواښلي دي. په یو شمېر ولایتونو کې سیمه ییز خبریالان وايي چې د طالبانو د استخباراتو لخوا تماسونه د هغو خبرونو له خپرولو وروسته چي د طالبانو په ګټه نه وي تماس ورسره نیول کیږي او  ګواښل کیږي.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د احصائيې پر بنسټ، د طالبانو د واکمنۍ په اوو میاشتو کې لږ تر لږه ۸۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په بېلابېلو ولایتونو کې نیول شوي، چې ډېری یې له تاوتریخوالي ډک او ډارونکي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ