د رسنیو فدراسینو د ناستې له لغو کېدو وروسته؛ ذبیح الله مجاهد: د هغه فدراسیون فعالیت مناسب نه دی چې مسوولین یې تښتېدلي

لخوا Aamaj News

د خبریالانو او رسنیو فدراسیون د ناستې له لغوه کېدو وروسته، د طالبانو حکومت ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین نن (جمعه، د سلواغې ۸) په خپله ټویټر پاڼه لیکلي “په داسې حال کې چې کابل کې د رسنیو یو فعال فدراسیون له پخوا شتون لري، چې ډېری فعاله رسنۍ پکې غړیتوب لري، د یو بل فدراسیون اعلان او همداشان د هغه رسنیو غړیتوب چې کالونه پخوا یې فعالیت درېدلی او یا یې مسوولین له هېواد څخه تښتېدلي، یو غوره ګام نه دی.”

مجاهد زیاته کړې چې ورته کړنې د رسنیو ترمنځ د ناسالم رقابت لامل کېږي.

ذبیح الله مجاهد په دوام کې لیکلي؛ چې که یادې رسنۍ په رښتیا سره د عادي رسنیو په توګه فعالیت غواړي، باید خپل ختم شوي جوازونه تمدید کړي، خپلې پخوانۍ مالیې ورکړي او د رسنیو قانون په چوکاټ کې په سالم او رښتینې ډول دې رسنیز فعالیت ولري.

له دې وړاندې داسې خبرونه خپاره شول چې طالب پوځیانو د رسنیو او خبریالانو فدراسیون ناسته په ګواښ او فشار سره لغوه کړې.

د دغه خبري ناستې لغوه کېدو بېلابېل غبرګونونه له ځان سره درلودل.

له دې سره، د ملګرو ملتونو سازمان د معاونیت هیئت دفتر یا یوناما هم د طالبانو له لوري د رسنیو خبري ناستې لغوه کېدل د بیان پر آزادۍ بندیز بللی.

یوناما وایي؛ چې د رسنیو له خبري ناستې څخه مخنیوی، د بیان آزادۍ ځورونکی بندیز دی او طالبان نه باید دهغه کسانو خولي وتړي چې بېل فکر لري.

د بیان آزادۍ کور دا د بیان پر آزادۍ ښکاره یرغل بللی او له طالبانو یې غوښتي، چې له دې زیات د بیان آزادي تر پښو لاندې نه کوي.

همداشان، د نړیوالې عفوې سازمتن هم کابل کې د رسنیو او خبریالانو فدراسیون د خبري ناستې په وړاندې د طالبانو کړنې د آزادو رسنیو ځپل او په ورځپاڼه لیکوونکو ښکاره برید بللي.
یاد سازمان په یو ټویټ کې لیکلي؛ چې رسنۍ د افغانستان د وضعیت په اړه نړۍ ته د خبر رسولو برخه کې بنسټیز رول لوبوي او په دې هېواد کې د رسنیو کارکوونکي او ورځپاڼه لیکوونکي باید آزاد کار وکړي او له دوی باید ساتنه وشي.

پخواني خبریال بلال سروري هم په یو ټویټ کې لیکلي چې طالبان د افغانستان رسنۍ ځپي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ