کرن دیکر افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د سفارت شارزدافیر وټاکل شوه

لخوا Aamaj News

افغانستان کې د امریکا سفارت پخواني شارزدافیر یان مک‌کري خبر ورکړی چې کرن دیکر د افغانستان لپاره د امریکا نوې شارزدافیر په توګه ټاکل شوې.

مک‌کري نن (یک‌شنبه د زمري ۹مه) د یو لړ توېټونو په خپرولو سره لیکلي، چې کرن دېکر د افغانستان لپاره د امریکا سفارت نوې شارزدافیر په توګه ټاکل شوې.

نوموړي زیاته کړې: «زه په دې اونۍ کې د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایلاتو شارزدافیر په توګه خپلې دنده پای ته رسوم، چې د ۲۰۲۱ کال اګېسټ میاشتې څخه مې په دې فعالیت پیل کړی وو؛ د یو استراتېژیک همکار په توګه د قطر حکومت له دوستانه ملاتړ مننه کړو.»

نوموړي زیاته کړې: «خوښ یم چې په تېر کال کې مو په کور دننه هېواد او بهر کې له ګڼ شمېر افغانانو سره همکاري وکړه، خو لا د ډېرو هغه کړکېچونو په وړاندې متواضع ووسم چې افغانستان کې ورسره مخ یو.»

نوموړي څرګنده کړې چې د تېر کال په لړ کې یې دوحه کې له طالبانو سره په بېلابېلو موضوعاتو خبرې‌اترې کړې دي.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې کرن دیکر د ۲۰۱۸ الی ۲۰۲۰ کال پورې کابل کې د امریکا متحده ایالاتو د ډيپلوماتې په توګه دنده ترسره کړې وه.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ