د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې سیمه ییزې سرچینې د دغه ښار په دریمه ناحیه کې د چاودنې خبر ورکوي.
سرچینې زیاتوي چې چاودنه نن (یکشنبه ، زمري ۹مه) مازدیګر شاوخوا شپږ بجې د مزارشریف ښار سخي روضې ته څېرمه په ”لیلامي“ سیمه کې شوې ده.
په ورته وخت کې عیني شاهدانو ویلي چې چاودنه د جسپکي ماین له امله شوې ده.
دبلخ ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند، محمد اصف وزيري د چاودني پخلی کوي او زياتوي چې دا پېښه د مېوې په یوه کراچي کې د ځای پر ځای شوي ماين له امله رامنځته شوې ده.
نوموړي څرګنده کړې چې یاده چاودنه مرګژوبله نه لرل.