اندرابی: تاریخ موږ ته را زده کړې چې د یو قوم واکمني په افغانستان کې هر نظام را پرځوي

لخوا Aamaj News

په تېر حکومت کې د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي ویلي چې د یو قوم د واک او حاکمیت تمرکز په افغانستان کې هر نظام را پر ځولی.

اندرابي نن (پنجشنبه د غبرګولي ۲۶مه) په خپله فېسبوک پاڼه د یو پیغام په خپرولو سره ویلي: «د سلطه غوښتنې او پر واک د تمرکز تکراري او آزمویل شوې نسخې نه په تېر کې ګټورې وې او نه به اوس ورته شړېدلی ذهنیت د سیاسي او قومي ستونزو حل ته ورسېږي.)

نوموړي زیاته کړې؛ چې تېرو شل کالونو کې د قوم غوښتنې او واک انحصار او تمرکز لپاره هڅو برعکس پایلې ورکړې.

نوموړي څرګنده کړې: «اوس طالبان له دیني سر پوښ سره د توکمیز او قبیلوي واکمنۍ هڅه کړي. تاریخ موږ ته زده کړې چې د یو قوم واکمني او د واک تمرکز په افغانستان کې هر نظام پرځوي.»

اندرابي ټینګار کړی چې دې شرایطو کې اړتیا ده تر څو پوه نسل، له توکمیزو ویجاړونکو او وچ دوه ګوني چلند څخه پاک، د افعانستان خلکو عدالت او هوساینه د وتک د ستونزې د حل معیار وګرځوي او د یوبل په منلو سره له طالبانو څخه وروسته د افغانستان لپاره خپله حل لاره وړاندې کړي.»

نوموړي په وروستیو کې لیکلي: « په یوه عدالت محوره ټولنه کې مهمه نه ده چې څوک په مشرۍ کې وي؛ مهم په ټولو برخو کې عدالت او د خلکو هوساینه ده.»

دا په داسې حال کې ده ې د نړۍ هېوادونو او د تېر حکومت څېرو تل پر طالبانو نیوکه کړې او دوی د یو توکمیز حکومت په جوړولو تورن کوي؛ خو طالبان ټینګار کوي چې حکومت یې ټول‌ګډونه دی او د افغانستان له ټولو توکمونو استارولي کړي.

اړوند لیکنې

5 تبصرې

yiye avila November 4, 2023 - 1:40 am

A big thank you for your blog.Really looking forward to read more. Want more.

ځواب
радио Душа Любви - Dub Techno November 4, 2023 - 10:16 pm

Definitely what a great blog and instructive posts I definitely will bookmark your site.All the Best!

ځواب
ElbeKanal November 11, 2023 - 7:15 am

Great information shared.. really enjoyed reading this post thank you author for sharing this post .. appreciated

ځواب
Will it ever be possible for time travel to occur? November 15, 2023 - 1:10 pm

Good post! We will be linking to this particularly great post on our site. Keep up the great writing

ځواب
meydan live racing November 18, 2023 - 8:33 am

I appreciate you sharing this blog post. Thanks Again. Cool.

ځواب

یو نظر پریږدئ