مسعود، عمران خان ته: ښایي د افغانستان تاریخ، کلتور او ادبیاتو د درک یو ځل بیا خپل ملي سرود ولولئ، چې زموږ په ژبه لیکل شوی او زموږ د کلتور تر اغېز لاندې دی

لخوا Aamaj News

د حزب جمعیت اسلامي، صلاح الدین ربانې څانګې مرستیال احمدضیا مسعود په یو فېسبوکي پیغام کې لیکلي؛ د عمران خان د خبرو لپاره غوره مصداق طالبان دي؛ خو دا ډله د نورو استازې نه ده او زموږ د هېواد د اکثریت له سنتونو او کلتور سره فاصله لري.

مسعود زیاته کړې: “د عمران خان خبر ښایي، چې له طالبانو سره د پاکستاني چارواکو کړنې د یوې بې کلتوره او ناپوهې ډلې په کچه دي، چې له ننني کلتور، تمدن او ټولنیزو جوړښتونو څخه لرې پاتي دي.”

نوموړي د پاکستان د صدراعظم د خبرو په ځواب کې ویلي؛ چې د افغانستان غني تاریخ، کلتور او ادبیاتو د درک لپاره؛ غوره داده چې یو ځل بیا خپل ملي سرود ولولي، چې زموږ په ژبه لیکل شوی او زموږ د کلتور تر اغېز لاندې دی.

مسعود څرګنده کړې؛ چې زموږ په کلتور کې ښځې انساني او د درناوي وړ ځای لري او له نارینه سره په برابر ډول د زدکړو او کار له حق څخه برخمنې دي او له کار او زدکړو څخه د میلیونونه ښځو د پاتې کېدو پلان د پاکستان تر ملاتړ لاندې د جنایت کوونکې ډلې دی او زموږ په تاریخ او کلتور پورې اړه نه لري.

اړوند لیکنې

1 تبصره

click the next web page November 11, 2023 - 6:21 pm

… [Trackback]

[…] Read More to that Topic: aamajnews24.com/ps/massoud-8/ […]

ځواب

یو نظر پریږدئ