مسعود: د طالبانو په وړاندې له مبارزې پرته بله هېڅ لاره شتون نه لري

لخوا Aamaj News

د ملي مقاومت جبهې رهبر احمد مسعود وایي چې طالبانو بدلون نه دی کړی او خبرو اترو او خپلو وروسته پاتې لارو چارو بدلون ته کومه علاقه نه لري.

مسعود له آتلانتیک شورا سره په مرکه کې زیاته کړې، چې د طالبانو په وړاندې له جګړې پرته بله هېڅ لاره شتون نه لري.

احمد مسعود یاده مرکه کې زیاته کړې، چې طالبان د واک د جوړښت پر ټول ګډون والي باور نه لري.

مسعود وویل چې جګړه به تر هغې دوام وکړي تر څو د طالبانو پام شي چې پوځي رژیم یا د یوې نیمه پوځي ډلې حکومت پر یو هېواد د ملت لپاره یوازینۍ لاره نه ده.

د مقاومت جبهې د رهبر په وینا، له طالبانو سره د یو ډول سولې لپاره د نوموړي او د سیمې د لوبغاړو هڅې هم ماتې شوې دي.

مسعود د نړۍ له رهبرانو وغوښتل چې د په دې فکر چې ګواکي طالبانو بدلون کړی ونه غولېږي. ځکه د نوموړي په وینا طالبانو هېڅ ډول بدلون نه دی کړی.

د مقاومت جبهې رهبر وویل: «طالبانو له نړیوال ترورېزم سره مبارزه کې ماتې خوړلې، ځکه له ترورېستي ډلو سره ورته ایديولوژي لري.»

نوموړي د القاعده رهبر الظواهري ته د طالبانو لخوا پناه ورکولو ته په اشارې سره وویل دا چې ریښتیا چې الظواهري د کابل پلازمینه کې ژوند کولو د دې روښانه ښکارندویي کړي چې طالبان له ورته ترورستي سازمانونو او بنسټونو سره یو لاس شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د ازبېکستان اسلامي جنبش په څېر نورې افراطي ډلې هم افغانستان کې د امن پناه موندلو په حال کې دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ