احمد مسعود: افغانستان د تروریزم په امن پټنځای بدل شوی

لخوا Aamaj News

د ملي مقاومت جبهې مشر، احمد مسعود له «العربیه» شبکې سره په مرکه کې وايي چې طالبانو افغانستان او سیمه به بې ثباته کړي.

ښاغلي مسعود زیاتوي: «طالبانو ته مي وویل، د توپک په زور خپل مشروعیت مه لاسته راوړﺉ. د حکومت لاسته راوړل آسانه، خو اداره کول یې ستونځمن دی.»

هغه څرګنده کړې چې په نهو میاشتو کې د طالبانو فساد د مخکینیو دولتونو تر ٢٠ کالو فسلد ډېر دی.

هغه زیاته کړې: «موږ د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژنو ځکه د افغانستان له خلکو یې مشروعیت نه دی ترلاسه کړی.»

د مقاومت جبهې د مشر په باور طالبانو په مختلفو ولایتونو کې د دوی په وړاندي د مقاومت له ډېرښت نه هک پک شوي او طالبانو پخپل منځو کې د نورو ډلو سره له ستونځو سره مخ دي.
هغه پخپله مرکه کې څرګنده کړې: «له افغانستانه بهر سیاسي مشران د طالبانو له چلند ناهیلي دي. په افغانستان کې شکنجه په یو دود بدل شوی او غیر قانوني اعدامونه هم شته.»

ښاغلي مسعود ویلي: «موږ د یو اسلامي حکومت او په سوله کې ژوند لپاره هڅه کوو. د افغانستان بې وزلو د طالبانو دفساد تاوان ورکوي چې د خوراکي توکو د بیو د لوړوالي لامل شوی.»

احمد مسعود د لویي جرګې رامنځته کېدو ته په اشارې سره یادونه وکړه: «موږ د یو داسي دولت غوښتونکي یو چې د خلکو نماینده او د عادلانه انتخاباتو له لاري رامنځته شوی وي.»

هغه همدارنګه ویلی چې که طالبانو خبري اتري ومني، موږ له جنګ څخه لاس اخلو.

د هغه په وینا، ښايي نړیوالو په افغانستان کې لاسوهنه ونکړي خو د طالبانو تپل شوي شرایط به د ټولو لمنه ونیسي.

دا په داسي حال کې ده چې په شمالي ولایتونو په ځانګړي ډول پنجشېر کې جګړه روانه ده او داسي ښکاري چې دغه ولایت طالبانو ته په سرخوږي بدل شوی.

په تازه پېښه کې د مقاومت جبهې ادعا کړې چې د دغي جبهې ځواکونو د پنحشېر په ارزو دره کې د طالبانو یوه چورلکه نسکوره کړې ده.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ