ضیا مسعود: طالبانو په زور قدرت نیولی؛ سیاسي مشروعیت نه لري

لخوا Aamaj News

د صلاح‌الدین رباني څانګې د جمعیت اسلامي ګوند مرستیال احمد‌ضیا مسعود وایي چې طالبانو د یوې مذهبي افراطي ډلې په توګه په زور قدرت نیول او سیاسي مشروعیت نه لري.

مسعود په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي؛ نه د ننۍ نړۍ د ژوند له شرایطو سره مسون خوري او نه هم د افغانستان خلکو اړتیاوو سره سمون خوري.

د نوموړي په باور؛ کولی شو د طالبانو حکومت د یوې قبیلوي ټولنې په کچه له یوې ادارې سره تحلیل کړو، نه د مدرنو ټولنو سیاسي جوړښت سره.

نوموړي لیکلي؛ چې “د طالبانو حکومت کې د سیاسي اقتدار سرچینه نامالومه ده، ملا هبت‌الله یو نامالوم، مبهم او د کیسو سړی دی، چې د سیاسي قدرت په مرکز کې شتون نه لري. صدراعظم ډېری وخت خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې له پاکو خیالونو پرېکړه کړي. د ټولنیزو اصلاحاتو راوستلو موضوعات په امر بالمعروف او نهیې عن المنکر وزارت پورې اړه لري. او دا وزارت هڅه کړي چې د ښځو د جامو او د سړیو د سر او صورت په برابرولو پرېکړې وکړي؛ په داسې حال کې چې د انساني ټولنې اصلاح بېلا بېل اړخونه لري. او د یو ژور ټولنیز بدلون لپاره لارې چارې برابروي.”

د مسعود په باور؛ د طالبانو اصلاحات د اقتصادي او سیاسي په پرتله تر ډېره فرهنګي اړخ لري؛ د ښځو د جامو بڼه او د نارینه ږیره پرېښودل د یو ځانګړي فرهنګ منلو پورې تړاو لري، په داسې حال کې چې د پیغمبر “ص” په وخت کې اصلاحاتو د عربو په سیاسي اړ ټولنیز ژوند کې بنسټیز بدلونونه رامنځته کړل.

نوموړي ویلي؛ طالبان تر اوسه د یوې اسلامي ایډلوژي افراطي ډلې په توګه؛ د سیاسي نظام ډول، د ټولنیز ژوند جوړښت او د اسلامي اقتصاد په پېزندلو نه دي توانېدلي.

نوموړي په دې مطلب کې لیکلي؛ چې د طالبانو ټولې چارې تر اوسه د پخواني رژیم د محتوا او جوړښت پر بنسټ دي او طالبان غواړي د اساسي قانون په نشتون کې حکومت وکړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ