مسعود: طالبان د نړیوالو تروریستي ډلو لخوا ملاتړ کېږي او د افغانستان پر خلکو ظلم کړي

لخوا Aamaj News

د ملي مقاومت جبهې رهبر احمد مسعود «انډین اکسپرس» ورځپاڼې ته ویلي چې د طالبان د نړیوالو تروریستي ډلو لخوا ملاتړ کېږي او د افغانستان په خلکو «ظلم او ستم» کړي. نوموړي زیاته کړې چې له دې امله مقاومت جبهه چې له هر هېواد وغواړي ورسره مرسته وکړي، مرستې به ومني.

د مقاومت جبهې رهبر په دې خبرواترو کې څرګنده کړې چې د افغانستان خلک د طالبانو په وړاندې ودرېږي او د آزادۍ لپاره مبارزه وکړي؛ خو ملاتړ ته اړتیا لري.

د نوموړي په وینا تر ټولو مهم او اثلي څيز ملاتړ او تدارکات دي. نوموړي څرګنده کړه چې مقاومت جبهه د تخصص، انساني ځواک او سرتېرو کمښت نه لري، خو د تدارکاتو کمښت لري.

مسعود ویلي چې هېڅ دولت تر اوسه افغانستان ملي مقاومت جبهې څخه ملاتړ نه دی کړی او دا جبهه له ولسي ملاتړ سره د طالبانو په وړاندې مبارزه کړي.

احمد مسعود دې په څرګندولو سره چې افغانستان ته د طالبانو په راتګ سره دا هېواد د (تیارو دور) ته ګرځېدلی ویلي چې طالبانو القاعده او نورو تروریستي ډلو ته پناه ورکړې نوموړي ویلي: «دوی د ښارونو په شااوخوا کې په آزاد ډول فعالیت او تګ راتګ کړي.»

نوموړي د امریکا هغه برید ته چې د ایمن الظواهري د وژل کېدو لامل شوه؛ ته په اشارې سره ویلي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د کابل مرکز کې د القاعده د رهبر شتون «حیرانوونکی» نه دی.

د مقاومت جبهې رهبر خبرداری ورکړی چې افغانستان کې د یو قانوني حکومت پرته به طالبان دا هېواد د محمد جیش په ګډون د ډېرو نړیوالو تروریستي ډلو پټنځای کړي چې د هند په ګډون د سیمې ټولو هېوادونو ته به کواښونه جوړ کړي.

مسعود په دوام کې ټینګار کړی: «د طالبانو په وړاندې تسلیمېدل د ترورېزم د ارادې په وړاندې تسلېمېدل دي او دا هغه اور دی چې پاکستان ورسره لوبې وکړې او ژر یا لرې وبه وینو چې دوی ته به معکوسې پایلې ورکړي.»

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ