معنوي: د پنجشېر د مؤمن او مجاهد ولس پر ضد لښکر کشي شرم او ذلت له ځانه سره لري

لخوا Aamaj News

پنجشېر ته د طالبانو د نويو ځواکونو د لېږلو د غبرګونونو په دوام کې د عدليې پخواني وزير، فضل‌احمد معنوي ويلي، چې د پنجشېر د مومن او مجاهد ولس پر وړاندې لښکر کشي شرم او ذلت له ځان سره لري.

هغه په یوه ټویټ کې لیکلي چې د خلکو په ځانګړې توګه د هغو کسانو له خوا چې ځانونه د قومونو استازي ګڼي، د دې فتنې په اړه چوپتیا او بې پروايي یوه نه بخښېدونکې ګناه ده.

له بلي خوا د افغانستان د بدلون څپې (موج تحول افغانستان) ګوند مشرې فوزیې کوفي په یو غبرګون کې ویلي، چې طالبانو ټول خلک د ښځو د پټولو او د ښوونځیو د تړلو په موضوع بوخت کړي دي، چې هېر شوي نن د خلکو ترټولو اساسي حق د یو نظام او واکمنۍ درلودل دی، چي د افغانستان خلک ترې بې برخي دي.

هغې پنجشېر ته د طالبانو د تازه لښکر کشۍ په غبرګون کې، پوښتنه کړې: «دا ټول چمتووالی او د امریکایانو څخه پاتې شوي وسلې د چا په وړاندي او د څه لپاره؟»

دا غبرګونونه په داسې حال کې کيږي چې په پنجشېر کې د طالبانو او مقاومت کوونکو ترمنځ نښتې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب دې ولایت ته را کش کړی.

له یوې خوا په پنجشېر کښې سیمه‌ییزي سرچینې آماج ته وايي، د دغه ولایت په روخه ولسوالۍ کې د طالبانو او د مقاومت جبهې ترمنځ نښتې زیاتي شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې له تېرو درېيو اونيو راهيسې د پنجشېر او بغلان په يو شمېر ولسواليو کې د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ دمي نښتي رواني دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ