معنوي: وضعیت له کنټرول څخه وځي؛ سوال کول او مظلومیت د حل لاره نه ده

لخوا Aamaj News

د عدلیې پخواني وزیر فضل احمد معنوي په خپل ټویټر کې لیکلي چې د هېواد ټول اوسېدونکي په ځانګړې توګه هزاره ګان د طالبانو او ترهګرو ډلو له خوا په نښه شوي دي.

هغه زیاته کړې: «د متحجرو طالبانو له خوا د هېواد اشغال نورو ترهګرو ډلو ته د تګ راتګ لاره هواره کړې ده.»

ښاغلي معنوي زیاته کړې چې وضعیت له کنټروله وځي او سوال کول او مظلوميت د حل لاره نه ده.

هغه روښانه کړه : «ځنډ مه کوئ، یوازینۍ حل لاره مشروع دفاع او مقاومت دی.»

په هزاره ګانو د مرګونو بریدونو له زیاتیدو وروسته، د ټویټر کاروونکو د هزاره ګانو د “نسل وژنې” د مخنیوي لپاره کمپاین پیل کړی دی. دغه کمپاین د‌ “StopHazaraGenocide#” یا “د هزاره ګانو نسل وژني ودروئ” هشتګ سره پرمخ وړل کیږي.

له بلې خوا هزاره فعالانو له وروستیو بریدونو وروسته له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې د هزاره ګانو پر وړاندې د دغو بریدونو جزئیات په ځير سره درک او د دغو خلکو ټپل او وژنه د نسل وژني په توګه په رسميت و پېژني او دهغه په وړاندي اقدام وکړي.

اړوند لیکنې

1 تبصره

Simon March 26, 2024 - 5:22 am

If you feel like getting to know my wild and crazy side, don’t let me stop you, give me a call and visit me on real cams show right away. Can you imagine even more? Just let me know and you can add me to your favorites, then I will inform you regularly what’s new with me… But I don’t want to over-text you, so now it’s up to you

ځواب

یو نظر پریږدئ