معنوی: په پنجشیر او اندراب کې د ټرانسپورټي الوتکو نندارې د طالبانو وېره څرګنده کړه

لخوا Aamaj News

په پنجشېر کې د طالبانو له خوا د ځمکې او هوا له لارې د پرونۍ پوځي نندارې وروسته، د عدلیې وزارت پخواني وزیر فضل احمد معنوي په یوه پیغام کې لیکلي: “دا کومه نوې تجربه نه ده؛ تاریخ بیا تکرارېږي. زموږ غرونه او درې له لوګي او باروتو سره اشنا دي. حق بریالی دی.”

ښاغلي معنوي د طالبانو لخوا پنجشیر ته د ځمکنیو ځواکونو او د تیلو د ټانکرونو او په دغه ولایت کې د لږ تر لږه پنځه الوتکو لیدو، په اړه غبرګون ښودلی او زیاته کړې يې ده: “په پنجشیر او اندراب کې د ټرانسپورټي الوتکو نندارې د طالبانو وېره څرګنده کړه.”

د ښاغلي معنوي دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې آماج ته د طالبانو سرچینې، د هوايي ځواک قومندان امان‌الدین منصوري په ګډون د طالب چاروکو د تېرې ورځې سفر ګټور بللی او وايي؛ چې د پسرلي له رارسېدو وړاندې به په پنجشیر کې فیصله کوونکې جګړه رامنځته شي.
خو د مقاومت جبهې د سیاسي دفتر همکار عبید مهدي په یوه پیغام کې لیکلي چې “طالبان په پنجشیر او اندراب لښکرې راوباسي. د دوی اندیښنه د خلکو په مقاومت کې د نوي فصل له پیل څخه ده.”

ښاغلي مهدي په دوام کې زیاته کړې چې “اصلي دلیل دا دی چې دوی په زور او تشدد سره واک ترلاسه کړی دی او خلګ خپل پر وړاندي ویني. له همدې امله، دوی په تاوتریخوالي او ترهګرۍ کې د خپلې بقا یوازینۍ لار لټوي.”

په پنجشېر کې د طالبانو د پوځي پروګرام په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي؛ چې د طالبانو سرچینو تېره ورځ هم داسې ریکارډونه آماج ته په لاس ورکړي، چې په کې ښودل شوي وه چې طالب جنګیالي د مقاومت چریکیانو د لټون لپاره غرونو ته ځي.

خو د مقاومت د جبهې يوه پوځي قوماندان آماج ته وایي: “طالبان په پنجشير کې د چريکي جګړې په وړاندې توان نه لري او د وخت په تېرېدو سره به له یوې ملا ماتونکې جګړې سره مخ شي.”

د مقاومت قوماندان دغه راز د خلکو په منځ کې د طالبانو د نه منلو او مشروعيت په باب خبرې کړي او پوښتي “چې د افغانستان په کومه جغرافيه کې دغه فاشيستي او پرديپاله ډله د منلو وړ ده چې په پنجشير او اندراب کې د منلو وړ وي؟”

خو ایا طالبان د دې وړتیا لري چې د هندوکش په غرونو کې د مقاومت چریکانو سره مقابله وکړي؟

پخوانی پیلوټ مصطفی کارګر په دې اند دی چې هغه چورلکې چې طالبانو پرون په پنجشیر کې الوتلې وې د Mil Mi 17 ډوله دي او د دغو هلیکوپترو موثریت یوازې د لوژیستیکي ملاتړ او په پای کې تر یوې اندازې پورې د ساحوي مانورونو لپاره ګټوري دي.

ښاغلی کارګر په عام ډول د پنجشیر په پېچلې جغرافیه کې د طالبانو پیاوړتیا په دې ډول خلاصه کوي: “د پنجشېر جغرافیه د دې ډول چورلکو لپاره داسې ده لکه تاسې چې وغواړی یوه کانکریټي ودانۍ په یو غولکه ونړوئ.”

د جګړې لپاره دوه اړخیزې څرګندونې او چمتووالی په داسې حال کې کېږي، چې یو شمېر پوځیان او سیاستوال پسرلی د جګړې خونړی موسم بولي او د طالبانو پر وړاندې د جګړې د جغرافیې له پراخوالي خبرې کوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ