معنوي: په بغلان او پنجشېر کې د طالبانو ظلم او وحشي کړني راتلونکی لا تیاره کوي او د غچ اخیستني حس زیاتوي

لخوا Aamaj News

د عدلیې پخوانی وزیر، فضل احمد معنوي وایي چې په بغلان او پنجشېر کې د طالبانو وحشیانه کړني وضعیت لا پېچلي او راتلونکی لا تیاره کوي.

نوموړی نن (جمعه، چنګاښ ٣١مه) د بغلان په خوست او اندرابو او پنجشېر کې د طالبانو له تاوتریخوالو ډکو کړنو ته په غبرګون په ټویټر کې لیکلی چې ”له ظلمه راپورته شوي عقدې د غچ اخیستني حس لا ډېروي.“

هغه زیاته کړې په اندراب، خوست او پنجشېر کې د طالبانو بې ساری ظلم د خلکو شدیده غوسه راپارولې ده.

معنوي له طالبانو څخه په سختي نیوکي سره لیکلی: ”آیا د دوی (طالبانو) په منځ کې عاقل څوک نشته چې د دغو کړنو پایله دوی ته ووایي؟“

دفضل احمد معنوي ویناوي په داسي حال کې کیږي چې طالبانو د بغلان ولایت په اندراب ولسوالۍ کې په یوه تازه پېښه کې د شمس الله په نامه له یو ځوان څخه د خپلي کورنۍ مخته سر پرې کړی دی.

له بلي خوا له یوې اونۍ راهیسي د بغلان اندرابونو او د پنجشېر ځیني برخي د طالبانو او مقاومت جبهې د ځواکونو تر منځ د سختو نښتو شاهد وو. سرچینې وایي په دغو نښتو کې طالبانو له ماتي وروسته د ملکیانو په وژلو لاس پوري کړي دي او یو شمېر یې د مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولي او وژلي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ