مالیزیا افغان زدکړیالانو ته د لوړو زدکړو سل بورسیې ورکوي

لخوا Aamaj News

د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت سرپرست عبدالباقی حقاني د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي احمد اعظم سره لیدلي او د هېواد لوړو زدکړو د وضعیت او په دې برخه کې د شته ستونزو په اړه یې خبرې کړې دي.

د باختر دولتي خبري آژانس د راپور پر بنسټ، عبدالباقي حقاني په دې لیدنه کې ویلي، له جګړې وروسته اوس افغانستان یوځل بیا آبادۍ او پرمختګ ته اړتیا لري او دې موخې ته رسېدل د لوړو زدکړو په تقویت سره ډېر آسانه کېږي.

نوموړي د مالیزیا له مرستې او همکارۍ ستاینه کړې او د هېواد نوي نسل د زدکړو، د استادانو مسلکي ظرفیت لوړولو، د آنلاین زدکړو لپاره د انټرنټ آسانتیاوو، د زدکړیالانو لپاره د لوړو زدکړو د بورسیو او د لوړو زدکړو نورو برخو کې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه کړې.

همداشان د لوړو زدکړو وزارت سرپرست د افغان نړیوال پوهنتون بریالي جوړولو لپاره وړاندیز وکړ؛ چې د ننګرهار اسلامي پوهنتون د فعاله کولو لپاره یو هیئت مالیزیا ته سفر وکړي.

د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د خپل هېواد بخاري پوهنتون لخوا د افغانستان زدکړیالانو ته د لوړو زدکړو سل بورسیو د ورکولو ژمنه هم وکړه.

په دې لیدنه کې د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د افغانستان د لوړو زدکړو بنسټونو د زدکړو له پیل ستاینه کړې او زیاته کړې یې ده؛ چې مالیزیا چمتو ده ترڅو له افغانستان سره په بشري، روغتیایي، د لوړو زدکړو او نورو برخو کې مرسته وکړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ