ملاله یوسفزۍ: هغه کډوال چې د طالبانو له ظلمونو او ځورولو تښتېدلي د ملاتړ مستحق دي

لخوا Aamaj News

ملالې یوسفزۍ، چې د بشري حقونو فعاله او د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ده، د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د «افغان‌کډوالو د ډله‌ییز اخراج پر بېړنۍ پالیسي» له سره غور وکړي.

نوموړې تېره ورځ (جمعه، لړم ۵مه) په «ایکس» پلټ‌فارم کې په یوه پوسټ کې لیکلي وو چې «افغان کډوال، ماشومان، ښځې، نارینه او بوډاګان چې د طالبانو له ځورولو او شکنجې تښتېدلي، د ملاتړ، عزت او امنیت مستحق دي، نه د ننګونو، ځورونو او نورو شکنجو.»

اغلې یوسفزۍ په دوام کښې زیاته کړې «زه د ملګرو ملتونو د کارپوهانو غوښتنه تکراروم او د پاکستان له حکومت څخه غواړم چې د ډله‌ییزو اخراج په اړه په خپل بیړني پالیسي له سره غور وکړي.»

په همدې حال، د پاکستان حکومت د نومبر تر لومړۍ نیټې پورې له افغانستان څخه ۱.۷۳ میلیون «غیرقانوني» مهاجرینو او پناه‌غوښتونکو ته وخت ورکړی چې له دغه هیواد څخه ووځي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو او بېلابېلو نړیوالو سازمانونو په وار وار له پاکستانه غوښتي چې پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي؛ خو د پاکستان د کورنیو چارو موقت وزیر سرفراز بوګوټي ویلي، چې دغه هېواد به له خپلې پریکړې په شا نه شي.

اړوند لیکنې

1 تبصره

Gaza and its Resistance to Israel's Brutal Attacks November 30, 2023 - 1:17 pm

Hi there to all for the reason that I am genuinely keen of reading this website s post to be updated on a regular basis. It carries pleasant stuff.

ځواب

یو نظر پریږدئ