طالبانو په وردګ ولایت کې د یو نوموتي قومندان ورور په ډزو ویشتلی

لخوا Aamaj News

سیمه‌ییزې سرچینې آماج ته وایي چې طالبانو د وردګ ولایت د جلریز ولسوالۍ د ذیولات کلي اوسېدونکی راز محمد په ډزو ویشتلی.

سرچینې زیاتوي؛ چې یاده پېښه تېره شپه د وردګ ولایت جلریز ولسوالۍ په ذیولات کې پېښه شوې.

د سرچینې په وینا؛ راز محمد د پخواني ولسمشر، حامد کرزي د سلاکار موسی هوتک او د وردګ ولایت نوموتی قومندان او د ملي یوالي حکومت د اجراییه رییس پخواني سلاکار، حاجي غلام محمد هوتک ورور وو.

سرچینې زیاتوي؛ چې طالبانو څو ورځې وړاندې ادعا کړې وه چې رازمحمد له خپل ورور غلام محمد هوتک سره چې اوس په ایران کې استوګن دی، اړیکه لري او په وردګ ولایت کې د طالبانو ضد یوې پوځي جبهې پر جوړښت کار کړي.

له محکمې پرته قتلونو د خلکو اندېښنې ډېرې کړې دي. خو طالبان په ورته پېښو کې ځواب ویلو ته چمتو نه دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ