د ماداګاسکار په ساحلونو کې د کډوالو د بېړۍ غرقېدو له امله ۲۲ تنو ژوند له لاسه ورکړی

لخوا Aamaj News

د ماداګاسکار بندر ادارې خبر ورکړی، چې د دې جزیرې په شمال کې د کډوالو یوې بېړۍ د غرقېدو له امله تر اوسه ۲۲ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.

یادې ادارې تېره ورځ په یوه بیانیه کې زیاته کړې ده، چې دې بېړۍ ۴۷ تنه لېږدول، چې ۲۳ تنه یې ژغورل شوي او دوه تنه نور لا هم نادرکه دي.

ویل کېږي چې دا بېړۍ د فرانسې مایوت جزیرې په لور په حرکت کې وه او د کډوالو د هویت په اړه تر اوسه مالومات نشته.

په ورته وخت یو خیریه بنسټ چې په ترینګلي وضعیت کې د بېړیو اړیکه ترلاسه کوي، په ټوېټر یې خبر ورکړی دی، چې شنبه ورځ یې چارواکو ته خبرداری ورکړی او ټينګار یې کړی، چې د ۴۷ تنو لېږدونکې بېړۍ بېړنۍ ژغورنې ته اړتیا لري.

بل پلو په « مدیترانه کې د انسانانو ژغورنې» غیر دولتي سازمان خبر ورکړی دی، چې د څو سرچینو د راپور له مخې، هغه بېړۍ چې د ایټالیا په لور حرکت کې وه، نن سهار (دوشنبه د کب ۲۲مه) د بنغازي په شمال لوېدیځ شااوخوا ۱۸۰ کیلومترۍ کې چپه شوې ده.

د مدیترانې د دې سازمان په وینا، ایټالیایي چارواکو په دې سیمه کې له سوداګریزو بېړیو غوښتي وو، چې لاسوهنه ونه کړي. په ورته وخت، ویل کېږي چې سیمې ته له رسېدو وروسته د ژغورنې عملیات نه دي ترسره شوي.

د یادونې ده، چې د ایتالیا د کالابریا په سویلي سیمه ته نږدې د فبروري په ۲۶مه د یوې بېړۍ له غرقېدو وروسته، چې شااوخوا ۷۹ تنو پکې ژوند له لاسه ورکړ، له مدیترانې سمندر څخه د تېرېدونکو کسانو ژغورنه کې د ایټالیا ځواک له پوښتنو سره مخ شوی دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ