په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازي، دیبورا لاینز ماموریت پای ته ورسېد.
آغلې لاینز نن (پنحشبه، د غبرګولي ٢٦مه) د خپلي مخي ښه په بیانیه کې ویلي، هغه سیسټم چې ښځي، با استعداد خلک او لږکۍ جلا کوي، دوام نه کوي.
هغې پخپلي دغي بیانیه کې ټینکار کړی چې افغانستان د نړیوالي ټولني لپاره «ډېر مهم» دی او نباید هېر شي.
لاینز همدارنګه د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه ویلي: «کله چې مي دغه وظیفه پر غاړه اخیستل، نه مي شوای کولای هغه افغانستان چې اوس یې پرېږدم تصور کړم. زړه مي په خاص ډول هغو افغان نجونو لپاره ماتیږي چې د زده کړي له حق بې برخي شوي.»
آغلې لاینز د خپلي بیانیې په یوه برخه کې په دوحه کې د امریکا او طالبانو تړون ته اشاره کړې او ویلي چې د دغه هوکړه لیک د امضا په وخت کې، د ملګرو ملتونو ستراتيژي دا وه چې د مذاراتو پایلي ته رسېدو لپاره هرکار وکړي.
آغلې لاینز ویلي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، یوناما دغي پایلي ته ورسېده د طالبانو د افراطي سیاستونو سربېره چې دښځو حقونه، د رسنیو آزادي او جامع سیاسي نمایندګۍ محدودوي، د مخ په وړاندي یواځینۍ لاره سیاسي ګډون دی.
دیبورا لاینز د ٢٠٢٠ د مارچ راهیسي د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازي په توګه په افغانستان کې دنده ترسره کول.
4 تبصرې
Greetings! Very helpful advice in this particular article! It is the little changes which will make the most important changes. Thanks a lot for sharing!
Wonderful post! We will be linking to this great article on our site. Keep up the great writing
I truly appreciate your technique of writing a blog. I added it to my bookmark site list and will
I am truly thankful to the owner of this web site who has shared this fantastic piece of writing at at this place.