د فارین پالیسۍ خبریاله: د طالبانو رژیم ټېکاو نه لري؛ چې کله ولاړ شي افغانستان ته ځمه

لخوا Aamaj News

د فارین پالیسۍ خبریالې، لین اودانل له ”سی ان ان“ ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلی چې طالبانو وښود چې رژیم یې ټېکاو نه لري. نوموړې زیاته کړې چې کله طالبانو بیاځلي له افغانستان څخه ولاړل دغه هیواد ته به ستنه شي.

آغلې اودانل په دغه مرکه کې په افغانستان کې د زړه بوږونکې راپور ورکوني تجربې، د طالبانو لخوا بد چلند او ګواښ ته په اشارې سره ویلی چې له هغې سره د طالبانو د ناوړه چلند یواځینی دلیل کره راپور ورکونه او واقعي اطلاعات دی.

دغې اسټرالیایي لیکوالې زیاته کړې: ”دوی یو او بل ته کتل او ویل، (دا په خپل جنایات پوهیږي) او وروسته یې له ځان سره بوتلم.“

لین اودانل چې د تېر حکومت تر پرځېدو وروسته د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان د وضعیت په اړه راپور ورکولو ته دغه هیواد ته راغلې وه، تېره اونۍ له حقیقته لیري او ”درواغو“ راپورونو په تور د طالبانو د استخباراتو لخوا نیول شوې وه.

د فارین پالیسۍ مجلې خبریالې د طالبانو د استخباراتو له منګولو خلاصون وروسته په یوه مقاله کې له کابله خپل روایت د وېري له فضا او له تاوتریخوالي ډک ارامښت سره لیکلی.

هغې چې د خپل تحلیلونو او له طالبانو انتقادي راپورونو په خاطر نیول شوې وه وایي چې ”د طالبانو له وحشي، ګستاخي، غیر انساني او مغروري څېرې“ سره آشنا شوې ده.

له بلي خوا د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد د لین اودانل د نیولو په اړه د نیوکو په غبرګون ویلی چې هغې یو استخباراتي ماموریت درلود او غوښتل یې د دوی د نظام په ضد تبلیغات وکړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ