په لوګر کې د طالبانو خپلمنځي نښته؛ یو تن ووژل شو

لخوا Aamaj News

په لوګر کې ځایي سرچینې آماج ته وایي چې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ لفظي شخړي وروسته د ډزو پهر پایله د طالبانو یو ځواک وژل شوی.

سرچینه زیاتوي دا پېښه تېره ورځ جمعه د لوګر مرکز اړوند پادخواب شانه په سیمه کې رامنځته شوېده.

د سرچینې په وینا وژل شوی کس شکرالله نومېده او د طالبانو پهر منځ کې په عمر عثمان مستعار نومسلم مشهور و.

له یوې خوا یوه بله سرچینه آماج تهرا وایي چې نوموړی د ناپامه ډزي په پایله وژل شوی.

په لوګر کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي تر دې دمه څه نه دي ویلي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ