په ليبيا کې سيمهييزو رسنيو خبر ورکړى، چې د دغه هېواد په ختيځ کې د سختو سيلابونو له امله تر پنځو زرو ډېر کسان وژل شوي، له ٣٠ زرو ډېر ټپيان شوي او زرګونه کسان بې درکه شوي دي.
د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت ویاند طارقالله حارض ویلي چې په دې پېښه کې «۳۲۰۰» کسان وژل شوي دي.
له بلېخوا د لیبیا د روغتیا وزیر عثمان عبدالجلیل اعلان کړی چې په دغه هیواد کې د سیلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمیر ښايي لس زرو تنو ته لوړ شي.
هغه همداشان ټینګار وکړ چې «په اغیزمنو سیمو کې د ژغورنې او مرستې عملیاتو کې ستونزې شتون لري.»
د ښاغلي عبدالجلیل په وینا، د سېلاب له امله د «درنه» ښار تر ۲۵سلنې زیاته برخه ویجاړه شوې ده.
د راپورونو له مخې یوازې د «درنه» په ښار کې شاوخوا څلور زره مړي ښخ شوي دي.
1 تبصره
The director rejoices in the shower from a wide-angle and zenithal perspective, because the bathtub is for him as big as the situation he is living.