د افغانستان اسلامي جمهوریت د مقاومت عالي شورا د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان ته لیکلي؛ چې دا سازمان دې د پاکستان ناسته کې طالبانو ته بلنه نه ورکوي.
د اسلامي جمهوریت د مقاومت عالي شورا په یوه اعلامیه کې ویلي؛ چې د روان کال اګېسټ میاشت کې طالبانو د وړاندې پلان شوي، د خلکو د ارادې او تمې خلاف د سولې پروسه تخریب او د کودتا په ډول، د ولسمشر غني له تېښتې سره قدرت په لاس کې واخیست.
د یادې شورا په اعلامیه کې راغلي؛ چې اشرف غني له خپلې بې مسؤله تېښتې سره په داسې حال کې چې تعلیم لرونکي او سمبال امنیتي ځواکونه او د خلک ځواک له هېواد، خاورې، عزت او شرف څخه ساتنې لپاره چمتو و، د خپلو شخصي ګټو لپاره یې د امنیتي جوړښتونو په ګواښ سره د خلکو او حکومت ترمنځ فاصله ډېروله او د اثرګزاره سیاسي څېرو د ضعیف کولو لپاره یې کار کولو. د یادې شورا په وینا؛ اشرف غني له خپلو ورته کړنو سره د افغانستان خلکو اراده، نظام او حاکمیت د بېوزلۍ او بې ثباتۍ په ناورین کې د ترورستي ډلو لاس ته وغورځولو او د شل کالونو لاسته راوړنې چې د افغانستان د خلکو د وینو په بهېدلو، د نړیوالې ټولنې او اسلامي هېوادونو په ملاتړ لاسته راغلې وې، د خپلو خوښې قرباني کړې.
همداشان د مقاومت عالي شورا په اعلامیه کې راغلي؛ چې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان د جهاد وخت کې او تل نورو سختو حالاتو کې د افغانستان له خلکو ملاتړ کړی، یو ځل بیا د هېواد دې سختو شرایطو کې اړتیا ده، ترڅو د ملګرو ملتونو سازمان د پرېکړې په څېر، د افغلنستان د خلکو لخوا د طالبانو د استازولۍ د غوښتنې د رد او پاکستان کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان په ځانګړې ناسته کې طالبانو ته بلنه ورنکړي، او افغلنستان له خلکو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
د یادې شورا په باور؛ په تېرو څلور میاشتو کې د طالبانو کړنو نه اسلامي اړخ درلود او نه هم د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان د استانبول ناستې له استراتژیکو موخو، قوم پالنې سره د مبارزې، نژادي توپیري چلند او تذورېزم سره سمون خوري، ځکه نن د طالبانو اسلامي امارت په اسلامي نړۍ کې د درېیو موضوعوګانو؛ له ترورېزم څخه د ملاتړ او قوم پالنې، قومي ذو نژادي توپیري چلند مصداق دی.
دغه شورا ویلي چې “د افغانستان لویو خلکو أه استازولۍ د مقاومت عالي شورا له یاد اسلامي سازمان غواړي چې د افغانستان اسلمي جمهوریت د استازي د کار له دوام سره ، په افغانستان کې د یو ټولشموله اسلامي حکومت د جوړښت لپاره اړین فشارونو باندې لاس په کار شي.”
دغه شورا ټینګار کړی چې “د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان د یو خپولواک بنسټ په توګه، هېڅکله هغه ډلې چې د نشه یي توکو د کښت او تولید او له نړیوال ترورېزم څخه د ملاتړ په زور یې بې د خلکو له اراده تصاحب کړي؛ هېڅکله اجازه نه ورکوي او په رسمیت یې نه پېژني.”
د طالبانو په لاس د هېواد له سقوط وروسته، د افغانستان اسلامي جمهوریت د مقاومت عالي شورا د عبدرب الرسول سیاف، عبدرالرشید دوستم، عطامحمد نور، محمد محقق، محمد یونس قانوني او عبدالهادي ارغندېوال په ګډون د شتون اعلان وکړ.