محقق: عمومي عفوه حقیقت نه لري؛ د طالبانو د حکومت زوال له تصور لرې نه دی

لخوا Aamaj News

د حزب وحدت اسلامي رهبر محمد محقق وایي؛ چې پر هېواد د طالبانو د واکمنېدو له ورځې بیا تر اوسه وضعیت ورځ تر بلې په خرابېدو دی. نوموړی وایي که دا بهیر همداسې دوام وکړي د طالبانو زوال د تصور وړ دی.

نوموړي په یو پیغام کې لیکلي؛ د هغه جګړې د پای مدعي چې طالبان دې حقیقت نه لري، اوس هم د هېواد په سیمو کې جګړه، هدفي وژنې او چاودنې دوام لري.

نوموړی زیاتوي؛ چې د طالبانو د رهبرۍ له لوري د عمومي عفوې د اعلان خلاف؛ د تېر حکومت زګونه قومندانان، مجاهدین او د کلیو مشران تر تعقیب لاندې دي او یا د شپې له لخوا له خپلو کورونو وېستل کېږي او له ځورونو وروسته وژل کېږي.

د محقق په وینا؛ بېوزلي او بېکاري تر ټولو رسېدلې ده چې ډېری خلک خپل د شپې او ورځې د ډوډۍ اخیستلو توان نه لري او ځینې یې د اخیستلو لپاره حتا خپل اولادونه پلوري.

د نوموړي په باور طالبان له ټولشموله حکومت داسې تعریف لري چې ټول لوړ پوړي چارواکي دي طالبان وي او د نمونې په ډول یې له نورو قومونو څخه یو یو بې ریښې کس په خپل منځ کې زیات کړي تر څو نړۍ ته ووایي چې نور قومونو هم له موږ سره شته.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ