د مرموزو وژنو دوام؛ لغمان کې د یو ځوان مړی وموندل شو

لخوا Aamaj News

لغمان کې سیمه‌ییزې سرچینې آماج ته وایي، چې د دې ولایت علینګار ولسوالۍ کې د یو ځوان مړی موندل شوی.

د سرچینې په وینا؛ د دې ځوان مړی تېره ورځ (شنبه د سلواغې ۸مه) د لغمان ولایت په علینګار ولسوالۍ په نورلام دره کې موندل شوی او د نوموړي (ولي‌الله) په بدن د شکنجې آثار هم لیدل کېږي.

د سرچینې په ولایت ولي‌الله درې میاشتې وړاندې د طالبانو لخوا نیول شوی وو او پخواني حکومت کې یې هېڅ ډول دنده نه درلوده.

څه باندې تېره یوه نیمه میاشت کې یاد ولایت کې دا درېیم مړی دی چې موندل شوی.

له دې وړاندې د پخواني حکومت دوه امنیتي ځواکونه چې د طالبانو لخوا نیول شوي وو، مړي یې دې ولایت کې موندل شوي وو.

طالبان په دې اړه څه نه وایي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ