نن (جمعه د عبرګولي۲۷مه) له غرمې وروسته شااوخوا ۲ بجې د کندز ولایت امام صاحب ولسوالۍ د آلپبردي سیمې په یو جومات کې چاودنه وشوه.
کندز کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند عبیدالله عابدي د یادې چاودنې په منلو سره ویلي؛ چې د کندز ولایت امام صاحب ولسوالۍ د آلپبردي سیمې په یو جومات کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله یو کس وژل شوی او اووه کسان نور ټپیان شوي.
عابدي د ټپیانو وضعیت ښه ښودلی او زیاته کړې یې ده؛ چې د پېښې قربانیان روغتون ته لېږدول شوي.
نوموړي زیاته کړې؛ چې د پېښې څرنګوالی لاهم تر څېړنې لاندې دی.
د دې ټولو سربېره؛ سرچینې آماج ته مني چې یاده پېښه کې څه باندې لس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
دا په داسې حال کې ده؛ چې له دې وړاندې د یاد ولایت په یوه خانقاه کې د چاودنې له امله لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي وو.