کندز کې د کرهنې ریاست کارکوونکی آماج ته: طالبان تجربې لرونکي کسان له دندو لرې او پر ځای یې د مدرسو فارغین ځای پر ځای کوي

لخوا Aamaj News

طالبان په افغانستان کې له واک ته رسېدو وروسته هڅه کوي تر څو په مرکز او ولایتونو کې د وزارتونو او ریاستونو مدیریت په لاس کې واخلي، له دې اړخه داسې راپورونه شتون لري چې ګواکي طالبان هڅه کوي چې مسلکي او تجربې لرونکي کسان ګوښه او پر ځای یې خپل کسان ځای پر ځای کړي.

د کندز کرهنې ریاست یو کارکوونکی له آماج سره په خبرو کې وایي؛ چې طالبانو ټول هغه کسان ګوښه کړي، چې یا ماسټري لري او یا خپله برخه کې بسیا تجربه لري، خو د طالبانو لخوا ګمارل شوي کسان نه د کوم پوهنتون رسمي سند لري او نه هم په ریاست کې له کار سره بلدتیا لري؛ یوازې له دینې مدرسو فارغ شوي.

د کندز کرهنې ریاست دغه کارکوونکی چې آماج یې د ځان او مقام پټ پاتې کېدو له امله نوم نه دی اخیستی، وایي چې طالبان په دې کړنو سره یاد ریاست کې د مدیریت ساتلو په لپاره هڅه کوي چې خپل کسان یا هغه کسان چې تېر حکومت کې یې طالبانو ته جاسوسي کړله په لوړو مقامونو کې وګماري.

دا په داسې حال کې ده؛ چې د افغانستان ۳۴ ولایتونو کې د آماج د خبریالانو ټولپوښتنه ښایي، چې کابینه کې ۹۲،۵ سلنه پښتانه او ۱۰۰ سلنه طالبان دي، همداشان یادې ټولپوښتنې ته په کتو ۷۹،۴ سلنه والیان پښتانه او ۱۰۰ طالبان دي. همداشان د آماج ټولپوښتنه ښایي چې په وزارتونو او ریاستونو کې د طالبانو لخوا ګمارل شوي کسان یا دیني زدکړې کړې دي او یا یې هم تر ۶ ټولګي زدکړې کړې دي او هېڅ ډول تجربه نه لري.

خو طالبانو تل ټینګار کړی چې هڅه کړي تر څو مسلکي او تجربه لرونکي کسان په دولتي بستونو وګماري، هغه هڅه چې تر اوسه هېڅ بدلون پکې نه لیدل کېږي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ