کندز کې طالبانو یو هلک له یوې کوژده شوې نجلۍ سره د تیښتې په تور نیولی

لخوا Aamaj News

کندز کې د طالبانو امنیه قومنداني وایي چې یو ځوان او پیغله یې له کور څخه د تیښتې په تور نیولي.

د یادې امنیه قومندانۍ ویاند، عبیدالله عابدي ویلي چې د ې ځوان یوه کوژده شوې نجلۍ تښتولې ده.

طالبان وایي دا هلک او نجلۍ د کندز اوسېدونکي دي او څلور ورځې وړاندې مزارشریف ته تښتېدلي وو چې بېرته راتګ کې نن سهار ونیول شول.

افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره؛ د جمهوریت نظام قوانین ځنډول شوي. طالبان وایي چې جرمي مسایلو ته د اسلامي شرعیت پر بنسټ کتنه کړي.

په تېر کې طالبانو په ځینو برخو کې ښځې له واده پرته د جنسي اړیکو درلودلو او یا له کور څخه د تیښتې له امله سنګ‌سار کړې وې.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ