د طالبانو صحرایي محکمو په دوام، د دې ډلې ستره محکمه اعلان کړی چې یو تن یې د «لواط» په تور ٣٩ درې وهلی دی.
د طالبانو سترې محکمې نن «سه شنبه، لېندۍ ١٥مه» په خبرپاڼه کې ویلی چې د ننګرهار ولایت د کوز کنړ ولسوالۍ یو اوسېدونکی یې د «لواط» په تور په عام محضر کې ٣٩ درې وهلی دی.
د دغې خبرپاڼې له مخې، د دغه کس د درو وهلو حکم د پنجشنبې په ورځ د یوې «شرعي محکمې» له خوا صادر شوی و.
د يادونې وړ ده چې د طالبانو د مشر، ملا هبتالله له لوري د شرعي احکامو د پلي کولو له حکم وروسته، د دې ډلې صحرایي محکمې زياتې شوې دي. په عام محضر کې د خلکو په درو وهل له پراخی نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوي.