کنړ کې زلزلې ۱۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله واړوله

لخوا Aamaj News

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې باختر دولتي خبري آژانس لیکلي چې کنړ کې زلزلې نږدې ۱۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې.

باختر دولتي خبري آژانس نن (دوشنبه د وږې ۱۴مه) د کنړ ولایت اطلاعاتو او کلتور رییس، مولوي نجیب‌الله حنیف څخه په نقل قول راپور ورکړی، چې تېره شپه د یاد ولایت نورګل ولسوالۍ کې د زلزلې له امله، نږدې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او لسګونه استوګنځي ویجاړ شوي.

نوموړي زیاته کړې چې د یادې طبیعي پېښې د مرګ‌ژوبلې ډېرېدو احتمال شتون لري.

د یادونې وړ ده چې تېره شپه زلزلې د هېواد یو شمېر ولایتونه ولړزول.

د امریکا متحده ایالاتو د ځمک‌پېژندې سازمان ویلي چې دا زلزله د ۵.۳ ریشتر په کچه پېښه شوې او مرکز یې د جلال‌آباد ښار وو.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ