کنړ کې سیمهییزې سرچینې آماج ته وایي چې یاد ولایت کې نامالومو وسلوالو یو دیني عالم په ډزو وژلی.
د سرچینې په وینا نوموړی (جمعه د زمري۷مه) ماښام مهال د نورګل ولسوالۍ په صاحب زاده کلي کې خپل کور ته نږدې له لمونځ څخه د راګرځېدو پر مهال د نامالومو کسان لخوا وژل شوی.
سرچینې د یاد عالم نوم شېخ محمد اسرائیل صاحبزاده ښودلی.
کنړ کې د طالبانو سیمهییزو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د امینت ټینګښت په تړاو د طالبان د ډاډګیرنې سربېره په یو شمېر ولایتونو کې مرموزې وژنې زیاتې شوې دي.