د اوکراین بهرنیو چارو وزیر ناټو ته: اجازه مه ورکوی چې پوتین له اوکراین څخه سوریه جوړه کړي

لخوا Aamaj News

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیترو کولبا ویلي؛ چې روسیه غواړي په اروپا کې سوریه جوړه کړي.

نوموړي د ناټو ملاتړو بهرنیو چارو وزیرانو څخه غوښتي؛ چې اجازه ورنه کړي چې روسیه؛ اوکراین په سوریه بدل کړي، هغه ځای چې له ۲۰۱۱ څخه راپدېخوا کورنۍ جګړې پکې دوام لري.

نوموړي په دوام کې څرګنده کړې: “موږ هېڅکله د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته اجازه نه ورکوو، چې خپلې موخې پلې کړي او دې لاره کې به له اقتصادي او ډیپلوماټیکو چارو ګټه واخلو.”

د اوکراین بهرنیو چارو وزیر خبر ورکړی؛ چې د اوکراین په پوله کې روسیي ځواکونه ورځ تر بلې په ډېرېدو دي.

کولبا زیاته کړې؛ چې تېره اونۍ یې هم له خپل امریکایي سیال سره په ګډه ناسته کې ویلي و، چې له روسیې سره شخړه یوازې یوه حل لاره لرې، چې هغه هم ډیپلوماسي ده.

کولبا زیاته کړه: “موږ مبارزې ته چمتو یو او مبارزې ته به دوام ورکوو.”

دا په داسې حال کې ده؛ چې پر اوکراین د روسیې پوځي برید نړیوالې نیوکې له ځان سره درلودې. لا تر اوسه اروپایي ټولنې، امریکا، بریتانیا او نورو هېوادونو پر مسکو سخت مالي بندیزونه لګولي.

په ورته وخت کې؛ لویدیځ همداشان کي‌یف ته د وسلو او بشري مرستو استولو ته دوام ورکوي.

بل پلو ولادیمیر پوتین ویلي؛ چې ټولو ځانګړو شویو موخو ته تر رسېدو پورې به ځانګړي پوځي عملیات دوام ولري.

د ملګرو ملتونو سازمان د بشر حقونو دفتر د راپور پر بنسټ؛ په اوکراین کې د جګړې له پیل حداقل ۳۳۱ عام وګړي وژل شوي او ۶۷۵ کسانو نور ټپیان شوي.

د ملګرو ملتونو سازمان د کډوالو دفتر په یو راپور کې ویلي؛ چې له اوکراین څخه څه باندې ۱.۲ میلیون کسان ګانډیو هېوادونو ته ګډوال شوي.

اړوند لیکنې

9 تبصرې

Fox News Radio November 3, 2023 - 4:38 pm

it’s awesome article. I look forward to the continuation.

ځواب
RJL Radio November 4, 2023 - 11:21 am

Hi there to all for the reason that I am genuinely keen of reading this website’s post to be updated on a regular basis. It carries pleasant stuff.

ځواب
news max live November 7, 2023 - 12:34 pm

Hi there to all for the reason that I am genuinely keen of reading this website s post to be updated on a regular basis. It carries pleasant stuff.

ځواب
bbc.persian November 9, 2023 - 12:42 am

This was beautiful Admin. Thank you for your reflections. Watch bbc.persian

ځواب
CAILLOU November 10, 2023 - 7:22 pm

I do not even understand how I ended up here but I assumed this publish used to be great

ځواب
equidia live streaming November 14, 2023 - 11:54 pm

A number of them are rife with spelling problems and I find it very bothersome to tell the truth on the other hand I will surely come again again.

ځواب
Will it ever be possible for time travel to occur? November 15, 2023 - 1:17 am

I m often to blogging and i really appreciate your content. The article has actually peaks my interest.

ځواب
How to Listen to SiriusXM Radio Online November 26, 2023 - 1:21 pm

naturally like your web site however you need to take a look at the spelling on several of your posts.

ځواب
Newsmax TV Live November 26, 2023 - 2:06 pm

A number of them are rife with spelling problems and I find it very bothersome to tell the truth on the other hand I will surely come again again.

ځواب

یو نظر پریږدئ