وژنې، وهل ډبول او اجباري کډې؛ طالبانو د بغلان په خوست کې ۳۰ ملکي وګړي یرغمل کړي

لخوا Aamaj News

سیمه‌ییزې سرچینې آماج ته وایي چې طالبانو د بغلان په خوست ولسوالۍ کې ۳۰ ملکي وګړي یرغمل کړي.

د سرچینو د وینا پر بنسټ؛ طالبانو همداشان د سیمې خلکو پر وهلو او ډبولو لاس پورې کړی.

دا یرغمل کول په داسې حال کې کېږي چې طالبانو حکومت دفاع وزیر ملا یعقوب د بغلان په خوست کې د مقاومت کوونکو لخوا د دوی د بیرغ ښکته کولو ناخوښي او په یاد ولایت کې د خپلو رهبرانو له امرونو څخه د طالب غړو له سرغړونې نیوکه کړې وه.

په ورته وخت کې؛ اوس طالبانو خپل سلګونه جګړه‌ییز ځواکونه خوست ولسوالۍ ته استولي.

د سرچینو په وینا؛ طالبانو چهارشنبه ورځ د کرز، سُچي، دره ده، پوزریګ، لروان، ده یک و سچي کې خپلې کور په کور پلټنې په چټکۍ سره پای ته رسولې دي او خلک یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي.

د سیمې اوسېدونکي وایي چې طالبانو په یادو سېمو کې وحشت رامنځته کړی او خبرداری یې ورکړی چې له مقاومت جبهې سره یې کوچنۍ اړیکه حس شي، سرونه یې پرې کېږي.

د راپورونو پر بنسټ، طالبانو د بغلان ولایت د والي په مشرۍ ۶۰۰ تازه نفس ځواکونه د یاد ولایت خوست ولسوالۍ ته استولي او ښایي په دې ولسوالۍ کې د ځمکې او هوا لخوا لوی عملیات ترسره کړي.

اوسمهال په خوست ولسوالۍ کې لسګونه کورنیو خپل کورنه پرېښودلي او د بغلان مرکز پلخمري ښار او د خوست ولسوالۍ ګاونډیو ولسوالیو ته یې کډه کړې ده.

د طالبانو دا کړنې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو دفاع وزیر په یو غږیز پیغام کې؛ خوست ولسوالۍ کې د طالب ځواکونو له سم کار نه کړلو سخته نیوکه کړې.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ