په پنجشېر کې د ملکي وګړو د نیولو په اړه د کوفي غبرګون؛ هر محکومیت به د یو انقلاب پایله ولري

لخوا Aamaj News

د افغانستان د بدلون څپې د جریان مشرې، فوزيې کوفي په پنجشېر کې د طالبانو له خوا د ملکي وګړو د نيولو په غبرګون کې ویلی چې هر محکومیت به د يو انقلاب لامل شي.

مېرمن کوفي نن (سه شنبه، وږي ١) په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې هر محکومیت به د یو انقلاب پایله ولري؛ یو انقلاب چې پیل یې لکه سونامي خاموش دی.

دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو راهیسې په پنجشېر کې د طالبانو له خوا د لسګونو ملکي وګړو د نیولو ویډیو په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کیږي. طالب جنګیالیو په دې ویډیو کې دغه ملکي وګړي د ملي مقاومت جبهې غړي بللي دي.

د طالبانو دغه خپلسري نیونې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

اړوند لیکنې

1 تبصره

niches youtube March 29, 2024 - 3:04 pm

… [Trackback]

[…] Find More Info here on that Topic: aamajnews24.com/ps/koofi-4/ […]

ځواب

یو نظر پریږدئ