د طالبانو د کابینې پرېکړه: کوچیانو ته د برېښنایي تذکرو د وېش لړۍ بیا پیل شي

لخوا Aamaj News

د طالبانو دحکومت کابینې پرېکړه کړې چې کوچیانو ته دي برېښنایي پېژندپاڼي ووېشل شي.

نن (چهارشنبه، غبرګولي ٢٥مه) د طالبانو د چارو د ادارې لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، د ځینو مشکلاتو په خاطر، کوچیانو ته د برېښنايي تذکرو لړۍ درېدلې وه، او دا لړۍ به بیا پیل شي.

په خبرپاڼه کې راغلی چې احصایې او معلوماتو ادارې ته امر شوی چې دا طرحه عملي کړي.

د طالبانو د حکومت کابینې، کوچیانو ته د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش طرحه تایید کړې، چې له مخي یې له دې وروسته کوچیان برېښنایي تذکرې ترلاسه کوي.

د دغي خبرپاڼي په یوه بله برخه کې راغلی چې د طالبانو کابینې د درې میلیونو پاسپورټونو د چاپ په اړه د مالیې وزارت وړاندیز هم تصویب کړی دی.

دا په داسي حال کې ده چې څه موده وړاندي طالبانو پرېکړه وکړه چې برېښنایي تذکرې دي د ”اسلامي امارت“ په لوګو سره جاپ او هیوادوالو ته ووېشل شي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ