له ماشومانو څخه د ساتنې سازمان: د تېر میلادي کال په وروستۍ میاشت کې افغانستان کې ۱۳۵ ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی

لخوا Aamaj News

له ماشومان څخه د ساتنې سازمان (Save The Children) نن “دوشنبې د سلواغې ۱۱ مه” د یو را پور په خپرولو سره ویلي چې یوازې د تېر میلادي کال ډسېمبر میاشت کې، په افغانستان کې د سینه بغل او خوارځواکۍ له امله په روغتونونو او یا لارو کې ۱۳۵ ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی.

دغه سازمان په دې راپور کې ویلي، چې نوي مالومات ښایي چې افغانستان کې نیمې کورنۍ نشي کولی د اړتیا په صورت کې روغتیایي پاملرنې ترلاسه کړي او شااوخوا ۶۰ سلنه هغه کسان چې روغتیایي پاملرنې یې نه دي ترلاسه کړې ویلي دي، چې د ترلاسه کولو لپاره یې پیسې نه لري.

په ورته وخت کې، ۳۱ سلنه ځواب ویونکو ویلي؛ چې یوازې هغه وخت کلینیک ته ځي چې ناروغي یې ژوند ګواښي.

له ماشومانو څخه د ساتنې سازمان زیاته کړې چې افغانستان کې د سینه او بغل پېښې ډېرې شوې دي او هغه ماشومان وژني چې روغتیایي مرکزونو ته لاسرسی نه لري او د شتمنو د کنګل کېدو او مرستو د بندیدو له امله روغتیایي سیستم د له منځه تګ له امله د افغانستان ماشومانو لپاره به مرګونې لګښتونه له ځان سره ولري.

له دې سره، دغه بنسټ له نړیوالې ټولنې غوښتي تر څو د افغانستان حیاتي بودیجې قفل خلاص کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان مرکزي بانک میلیاردونه ډالر په امریکایي بانکونو کې ساتل کېږي، چې د یاد هېواد له لوري کنګل شوې دي.

اړوند لیکنې

1 تبصره

ติดตั้งโซลาเซลล์ April 3, 2024 - 7:55 am

… [Trackback]

[…] There you will find 8202 more Info on that Topic: aamajnews24.com/ps/kids-3/ […]

ځواب

یو نظر پریږدئ