کریم خرم: امریکا د تایوان او اوکراین لپاره افغانستان پرېښود

لخوا Aamaj News

د افغانستان پخواني ولسمشر حاند کرزي د دفتر رییس عبدالکریم خرم په افغانستان د طالبانو د واکمنۍ یو کلنۍ ته په غبرګون یو لړ ټوېټونو کې لیکلي چې امریکا تېر کال اړتیا درلوده چې له افغانستان څخه بهر شي.

خرم زیاته کړې چې تېر کال د تایوان او اوکراین پېښې په لاره وې او که امریکا په افغانستان کې پاتې کېدی، دې هېواد کې یې ډېر زیانونه لیدل او له همدې امله امریکايي ځواکونو افغانستان پرېښود.

خرم همداشان زیاته کړې چې د جمهوریت دورې د ولسمشر اشرف غني احمدزي له تېښتې پرته د امریکا او د ژمنو ملاتړ بهر کېدلو امکان نه درلود. نوموړی زیاتوي: «داسې برېښي چې د ښاغلي غني تېښته د یاد هېواد په چوپ خوله منلو او حتی په نامستقیمې هڅونې سره شوې ده.»

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ