په خوست او پکتیکا کې خونړۍ زلزله، د طالبانو کابینه د زیانمنو سره د مرستې لپاره بېړنۍ ناسته وکړه

لخوا Aamaj News

دهیواد په یو شمېر ولایتونو کې د تیري شپې د خونړۍ زلزلې وروسته د طالبانو کابینه نن د طالبانو لومړي وزیر، ملا حسن آخوند په مشري یوه فوق العاده غونډه جوړه کړې.

طالب ویاند، ذبیح‌الله مجاهد ویلی چې دغه ناسته د هیواد په ځینو ولایتونو کې د زلزلې زیانمنو سره د مرستي رسولو په موخه تر سره شوې.

دا په داسي حال کې ده چې په پکتیکا کې ځايي طالب چارواکي وایي چې د تېري شپې د زلزلې په پایله کې د دغه ولایت په برمل، زیروک، نکی او کیان ولسوالیو کې ٢٥٥ تنه ساه ورکړې او تر ٥٠٠ زیات نور ټپیان شوي دي او د تلفات د ډېرېدو احتمال شته.

له بلي خوا د دغي زلزلې په پایله په خوست کې ٢٥ تنه وژل شوي او تر ٤٠ زیات ټپیان دي.

د سرچینو په وینا دغه زلزله په افغان ډبی کلي کې لسګونه کورونه ویجاړ کړي.

چهار شنبه شپه، ١:٣٠ بجه، د چنګاښ ١، یوه زلزله د ٦.١ ریشتر په شدت سره افغانستان ولړزاوه. د دغي زلزلې ژوروالی د مځکي ١٠ کیلومتري او مرکز یې خوست ولایت اعلان شوی.

په همدې حال کې، باختر خبري آژانس د ځایي طالب چارواکو له قوله راپور ورکړی روغتونونو ته د ټپیانو د لېږد لپاره د ګاونډي ولایتونو څخه سیمي ته چورلکي استول شوي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ