سرچینې آماج ته وایي چې طالبانو د پکتیکا د بکخېلو ولسوالۍ پخوانی امنیه قومندان، بدرالدین حیدري خوست کې نیولی دی.
د سرچينې په وينا، دغه پخوانى سرتېرى چې په «بدو» مشهور و، له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور د طالبانو له خوا نيول شوى دى.
د ویلو ده چې د دغه پخواني سرتېري اووه وروڼه له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي دي.
سرچینې زیاتوي چې نوموړي د جمهوريت له سقوط وروسته یې شخصي کار ته مخه کړې وه. له یوې خوا د طالبانو سرچینې وايي چې نوموړی د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د مقاومت جبهې د تمویل مسوول و.
د جمهوريت له پرځېدو وروسته په پرله پسې ډول د طالبانو له خوا د پخواني حکومت امنیتي ځواکونو د نیولو او وژلو خبرونه خپریږي؛ خو طالبانو تل د تېر حکومت د امنيتي ځواکونو او کارکوونکو نيول رد کړي دي.
1 تبصره
… [Trackback]
[…] Find More on to that Topic: aamajnews24.com/ps/khost-7/ […]